سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
افشا شوي اسناد د چین د مسلمانانو د شکنجې نور جزیات ښيي
بسم الله الرحمن الرحيم
افشا شوي اسناد د چین د مسلمانانو د شکنجې نور جزیات ښيي

خبر:

د ۲۰۲۰م کال د فبروري په ۱۶مه، بي بي سي د هغو افشا شوو اسنادو په اړه رپوټ خپور کړ، چې د چین په توقیف خونو کې د مسلمانانو د ژوند وضعیت ښيي. سلګونه زره مسلمانان د چین دولت په توقیف خونو کې په زور بندي شوي او دا شرط پرې اېښودل شوی چې چینایي کلتور ومني او پر دوی د هر ډول وضعه شوو قوانینو په ماتولو سره مجازات کېږي.

تبصره:

د چین په سینګیانګ کې د مسلمانانو نیول او په توقیف خونو کې ساتل نوې خبره نه ده. دوی له کلونو راهیسې د خپل دین په سبب ځورل کېږي او د روژې په میاشت کې دغه تاوتریخوالی او وحشت زیاتېږي. د دغو جنایتونو په اړه د بشري حقونو نړیوالې ادارې خبرې کړای شوې دي، خو له شکنجې او مغز مینځلو څخه د دغو کسانو په ژغورلو کې په بشپړه توګه ناکامې وې. د ښځو حجاب لرې کېږي، د نرانو ږیرې خرېیل کېږي او پر ټولو اسلامي اصولو تېری کېږي. پر مسلمانانو په زور د خوګ غوښه خوړل کېږي او په زور الکول پرې څښل کېږي. د دې هر څه او د مسلمانانو د نسل وژنې او له هغوی څخه یې د عقیدې اخیستو پر وړاندې نړۍ خاموشه ده، ترڅو د نورو مسلمانانو لپاره بېلګه شي. دوی هیله لري چې د مومنانو په زړونو کې وېره واچوي او خپلې خبرې پرې ومني، دا ښيي چې دوی غواړي په سیاسي او ټولنیزو ځورونو او مجازاتو ځان بېغمه کړي.

په سینګیانګ کې د چین د پالیسیو یو نامتو کارپوه ډاکټر ادریان زینز پر دې باور دی، چې وروستي افشا شوي اسناد ښيي چې د چین مسلمانان رښتیا په ډېر بد حالت کې دي. دی وایي: «دغه مهم اسناد په دې اړه تر ټولو قوي شواهد دي، چې بیجېنګ عملاً داسې کسان ځوروي او شکنجه کوي چې په نارمل ډول په خپل دود او دیني عقایدو پسې روان دي.» د اسلامي نړۍ حکام هم په چین کې زموږ له مظلومو خویندو او وروڼو سره مرسته نه کوي او نه یې ازادوي. د دغه توقیف په سبب زرګونه ماشومان له خپلو والدینو بېل دي. څنګه کولی شو د خپل امت لپاره غږ پورته نه کړو، په داسې حال کې چې چیغې یې د رسنیو د سانسور دیوال چوپ کړې دي؟ په دغو وروستیو افشا شوو اسنادو کې د هغو ۳۱۱ کسانو د څېړنو جزیات، د دوی بګرونډ، مذهبي عادات او له سلګونو  خپلوانو، ګاونډیانو او ملګرو سره د دوی اړیکې شاملې دي.

په وروستي کالم کې لیکل شوې خبره یې دا پرېکړه کوي، چې دا کس په توقیف کې وساتل شي او که خوشی شي او دا چې پخوا خوشي شوي کسان بېرته راوستل شي که نه. دغه غیر انساني چلند یوازې د خلافت په راتګ ختمېږي، هغه وخت به دغه مظلوم مسلمانان په زور ازاد کړی شي. ښکاره ده چې د ملګرو ملتونو پالیسۍ مسلمانان د نړۍ په کچه په ظلمونو کې یوازې پرېږدي. موږ د چین مسلمانانو ته له الله سبحانه وتعالی څخه صبر غواړو او الله سبحانه وتعالی دې دوی ته په ایمان کې د ثابت قدمه پاتې کېدو اجر ورکړي. الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغه کس د بې شمېره اجرونو او نېکیو په اړه وايي، چې د دوښمن پر وړاندې په زړورتیا درېږي:

﴿أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا

 [ فرقان: ۷۵]

ژباړه: دا هغه کسان دي چې د خپل صبر مېوه به د دنګې ماڼۍ په بڼه ومومي او هلته به یې په ادابو او سلامونو سره هرکلی کېږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې